د لاسرسي لېنکونه

د ايران پوځ وايي، د دوى يو تن سرتېري پر خپلو همکارانو ډزې کړي


د ايران پوځ وايي، د دوى يو تن سرتېري په يوه پوځي اډه کې پر خپلو همکارانو ډزې کړي، ٤ سرتېري يې وژلي او ٨ تنه نور یې ټپيان کړي دي.

د پوځ په اعلاميه کې ويل شوي، دغه پېښه پرون يکشنبه د تهران د جنوب په ١٠ کېلو مترۍ "کهرېزک" ښارګوټي کې شوې ده.

په اعلاميه کې ويل شوي، احتمالاً پېښه د سرتېري له رواني ستونزې سره ارتباط لري چې ناڅاپه‌يې پر خپلو همکارانو ډزې پيل کړې.

تېره مياشت هم د ايران رسنيو د ورته پېښې راپور ورکړ چې يوه پوځي د تهران په شمال لوېديځ ايبک ښارګوټي کې د سرتېرو پر قاغوش ډزې وکړې، ٣ کسان‌يې وژلي او ٦ نور ټپيان کړي وو.

XS
SM
MD
LG