د لاسرسي لېنکونه

دوشنبه ۱ لړم ۱۳۹۶ کابل ۱۰:۲۶

افغان حکومت ۳ وزارتونو ته کانديد وزيران معرفي کړل


افغان حکومت اقتصاد، د مخابراتو او معلوماتي ټکنالوژۍ او فوايد عامې وزارتونو ته کانديد وزيران معرفي کړل.

د جمهوري رياست مرستيال وياند دوا خان مينه‌پال تېره شپه ازادي راډيو ته وويل:

"د اقتصاد وزارت لپاره مصطفى مستور، د مخابراتو او معلوماتي ټکنالوژۍ وزارت لپاره شهزاد اريوبي او د فوايد عامې وزارت لپاره يما ياري د نويو کانديد وزيرانو په توګه معرفي شول چې ډېر ژر به د باور رأيې اخیستلو لپاره ولسي جرګې ته معرفي شي."

​جمهوري رياست وايي، د پاتې وزارتونو لپاره به هم ډېر ژر کانديد وزيران معرفي شي.

دا مهال یو شمېر وزارتونه د سرپرست وزيرانو له‌خوا اداره کېږي.

XS
SM
MD
LG