د امريکا د ولسمشر مرستيال مايک پنس هغه راپور رد کړ چې پهکې ويل شوي، دى په پام کې لري څو د امريکا د جمهوري رياست راتلونکو انتخاباتو ته ځان کانديد کړي.
د امريکا د ولسمشر د مرستيال لهخوا د يوې خبري مقالې غندل، نادر اقدام ګڼل کېږي.
مايک پنس په خپله اعلاميه کې ويلي، دى او ډله بهيې ټولې هڅې د ولسمشر ډونالد ټرمپ د اجنډا پر پرمختيا متمرکزې کړي چې وګوري په ٢٠٢٠ میلادي کال کې بيا د ولسمشرۍ انتخاباتو ګټونکى وي.
نيويارک ټايمز ورځپاڼې د يکشنبې په ورځ په خپله مقاله کې د ٢٠٢٠ میلادي کال د جمهوري رياست تر انتخاباتو مخکې د جمهوريت غوښتونکي ګوند د څو غړو د هڅو په اړه جزئيات خپاره کړي او دا يې يو "پټ کمپاين" بللى دى.
د نيويارک ټايمز ورځپاڼې په ليکنه کې د مايک پنس د سياسي پروګرام او په فعالانه ډول د راتلونکو انتخاباتو لپاره د مالي مرستو جلبولو يادونه شوې او ليکلي يې دي، د پنس سلاکارانو چې نومونهيې نهدي اخیستل شوي، ويلي چې ښاغلى پنس يوازې په هغه صورت کې راتلونکو انتخاباتو ته ځان کانديدوي چې ټرمپ ورته ځان کانديد نهکړي.
د ورځپاڼې په مقاله کې ويل شوي چې مايک پنس د انتخاباتي کمپاين لپاره د مالي مرستې جلبولو لپاره د "سترې امريکا" په نوم يوه کمېټه جوړه کړې چې له مرستندويو اشخاصو د پنځو زرو ډالرو په ارزښت چېکونه هم مني.
د اسوشيټېد پرس اژانس په حواله، د امريکا د ولسمشر مرستيال مايک پنس تېره مياشت په واشنګټن کې د پيسو ټولولو د يوه پروګرام پر مهال يو میليون ډالره ټول کړل، دغه محفل ته د کانګرس غړي هم ورغلي وو او د امريکا د ولسمشر لور او د سپينې ماڼۍ سلاکارې ايوانکا ټرمپ ورته وينا هم وکړه.
د امريکا ولسمشر ډونالد ټرمپ تر اوسه داسې اشارې نهدي ورکړي چې ايا غواړي د جمهوري رياست راتلونکو انتخاباتو ته ځان کانديد کړي که نه؟ خو د ده د ولسمشرۍ د دورې لومړۍ شپږ مياشتې له لانجو ډکې وې، لکه د لوړ رتبه چارواکو لیرې کول، حقوقي دعوا او د امريکا د جمهوي رياست په تېرو انتخاباتو کې د روسيې د لاسوهنو د ادعاوو په تړاو تحقيقات.
د مايک پنس تر څنګ د سپينې ماڼۍ سلاکارې کلین کانوې "Kellyanne Conway" هم د نيويارک ټايمز دغه مقاله رد کړه او ويېويل، ښاغلى پنس د ٢٠٢٠ میلادي کال انتخاباتو ته چمتووالى نيسي، خو د ولسمشر په توګه نه، بلکې د ولسمشر د مرستيال په حيث.
هغې وويل، مايک پنس ډېر وړ، فعال او ولسمشر ته وفاداره شخص دى.
په همدې حال کې د نيويارک ټايمز ورځپاڼې وياندې "Danielle Rhoades" دانيال روديس په يوه اعلاميه کې وويل، موږ په راپور ورکولو کې دقت ته ژمن يو.