د لاسرسي لېنکونه

شنبه ۲۵ لیندۍ ۱۳۹۶ کابل ۰۴:۰۴

راپورونه: یوه ایراني سرتېري د ایران ۱۰ سرتېرې په ډزو ټپیان کړي


راپورونه وايي چې یوه ایراني سرتېري په یوه پوځي اډه کې پر نورو پوځیانو ډزې کړي او ۱۰ کسان یې ټپیان کړي دي.

د ایران دولتي خبري رسنیو تر اوسه په دې اړه راپور نه دی ورکړی، خو مهر نیمه رسمي خبري آژانس راپور ورکړی چې ېیښه د تهران په جنوبي لمنو کې په کاهریزک سیمه کې شوې ده.

په راپور کې د دې پېښې د علت په اړه څه نه دي ویل شوي.

په ایران کې له دې مخکې هم دې ته ورته حملې شوې چې په تېر جولای کې د تهران د لوېدیځ په ۱۰۰ کېلو مترۍ کې، د ابیک په نوم سیمه کې یوه سرتېري پر خپلو ملګرو ډزې وکړې، درې کسان یې ووژل او شپږ نور یې ټپیان کړل.

XS
SM
MD
LG