د لاسرسۍ وړ لېنکونه

تازه خبر
سه شنبه ۲۸ وری ۱۴۰۳ کابل ۰۲:۵۳

د هوایي چلند اداره: د رادار په نصبولو سره به د هېواد ټوله فضا تر پوښښ لاندې شي


د افغانستان د ملکي هوایي چلند خپلواکه اداره وايي، د «ایملېت رادار» د نوي سېسټم په فعالېدو سره به، د هېواد ټوله فضا تر پوښښ لاندې راشي او له دې لارې به ډېر زیات عایدات هم تر لاسه شي.

د افغانستان د ملکي هوایي چلند چارواکي وايي، دغه سېسټم يو نړیوال پرمختللی سېسټم دی چې په فعالېدو سره به یې تر راتلونکو شپږو اونیو پورې، د هېواد ټوله فضا تر پوښښ لاندې راشي.

د دې ادارې رئیس محمود شاه حبیبي د يکشنبې په ورځ په کابل کې يوې خبري ناستې ته وویل چې د ياد سېسټم د فعالولو او ساتنې قرارداد يې د «تالس» په نوم يوې فرانسوۍ کمپنۍ ته ورکړی چې د همدې سېسټم جوړوونکي کمپني هم ده.

ښاغلي حبیبي زیاته کړه:

"موږ د دې نوي سېسټم د فعالولو قرارداد نن یکشنبه لاسلیک کړ چې په وسیله يې موږ کولای شو، د هېواد ټوله فضا تر پوښښ لاندې راولو او هغه ټولې الوتکې چې د افغانستان له فضا تېرېږي، د سکرین پر مخ وګورو، کوم رادارونه چې لګول شوي، قېمت يې ۲۴ میلیونه یورو کېږي."

ښاغلی حبیبي وايي، د رادار د دغه نوي سېسټم د ساتلو او مراقبت لپاره به هر کال ۹ میلیونه ډالر د افغانستان د حکومت له بودجې څخه، يادې کمپنۍ ته ورکول کېږي.

د افغانستان د ملکي هوایي چلند د خپلواکې ادارې د معلوماتو له مخې، د دې سېسټم په فعالېدو سره به د افغانستان په فضا کې د الوتنو کنټرول او د هېواد د هوايي حریم خوندیتوب رامنځته او ډېر زیات عواید به هم له دې لارې د حکومت بودجې ته ورشي.

د ملکي هوایي چلند د ادارې رئیس وايي، له دې اقدام سره به د روان میلادي کال د اګست میاشتې له لومړۍ نېټې په ټکسونو کې هم بدلون راځي او هغه الوتکې چې د افغانستان له فضا تېرېږي د ۵۰۰ ډالرو پر ځای به ۷۰۰ ډالر ورکوي او په خدماتو کې به هم ښه والی راځي.

تر دې څو کاله وړاندې، د افغانستان د فضايي حریم کنټرول د ناټو ځواکونو په لاس کې و چې د ۲۰۱۵ میلادي کال په سپټمبر کې دغه مسؤلیت، افغان حکومت واخېست او د ښه والي لپاره يې هڅې پېل کړې.

د ملکي هوایي چلند د ادارې مسؤلین وايي، په ۲۰۱۶ میلادي کال کې د فضا له لارې ۴۰ میلیونه ډالر عواید تر لاسه شوي چې د نوي سېسټم په فعالېدو سره به، دغه عواید ۶۰ میلیونو ډالرو ته پورته شي.

د دوی په خبره، اوس مهال درې رادارونه په کابل، بګرام او کندهار کې فعال دي چې د هېواد ټوله فضا يې تر کنټرول لاندې ده.

په ورته وخت کې د ولسي جرګې د مواصلاتو او مخابراتو کمېسیون د ملکي هوایي چلند له دې اقدامه هرکلی کوي او وايي چې د دې سېسټم په فعالېدو سره به، د فضايي سرغړونو مخه ونیول شي.

د دې کمېسیون يوې غړې نجلا دهقان نژاد نن یکشنبه ازادي راډيو ته وویل:

"زیاتره هېوادونه د ستونزو او سرغړونو د مخنیوي لپاره له دې سېسټم څخه ګټه اخلي او موږ خوښ یوو چې د هوانوردۍ ادارې نن دا اعلان وکړ او هیله لرو چې د سرغړونو مخه ونیول شي او هره هغه الوتکه چې زموږ له فضا څخه تېرېږي، وپېژندل شي او موږ دا کار په نیک فال نيسو."

دا په داسې حال کې ده چې له دې وړاندې د وسله والو مخالفینو تر کنټرول لاندې سیمو کې د ناپېژندو الوتکو د کښېناستو اندېښنې مطرح شوي او ویل شوي چې دغو الوتکو وسله والو مخالفینو ته خواړه او پوځي تجهیزات ښکته کړي دي.

په ورته وخت کې د افغانستان د ملکي هوایي چلند اداره وايي، په پام کې لري چې په راتلونکي کې د نورو پرمختللو رادارونو په فعالولو سره، د ترورېستي فعالیتونه مخه هم ونیسي.

راپور: واصل وصال

XS
SM
MD
LG