د لاسرسي لېنکونه

دوشنبه ۱ لړم ۱۳۹۶ کابل ۱۰:۳۰

د لوړو زده‌کړو سرپرست وزیر: خصوصي پوهنتونونه به په جدي توګه وارزول شي


د افغانستان د لوړو زده‌کړو وزارت وايي، په هېواد کې فعال خصوصي پوهنتونونه به په جدي توګه وارزوي.

که څه هم له تېرو څو کلونو راهیسې په هېواد کې د خصوصي پوهنتونونو شمېر مخ په زیاتېدو دی، خو د لوړو زده‌کړو وزارت وايي، په دغو پوهنتونونو کې یو شمېر داسې دي چې فعالیتونه‌یې د کیفیت د ټیټوالي له امله، د اندېښنې وړ دي.

د لوړو زده‌کړو وزارت سرپرست وزیر عبدالطیف روښان وايي، د یاد وزارت مشرتابه تصمیم نیولی چې په نېږدې راتلونکي کې د هېواد ټول خصوصي پوهنتونونه د کیفیت له پلوه په جدي توګه وارزوي او درجه بندي یې کړي.

نوموړي زیاته کړه:

"د لوړو زده‌کړو د خصوصي مؤسسو بررسي زموږ جدي اندېښنه ده، موږ غواړو چې خصوصي پوهنتونونه په جدي توګه بررسي کړو، په دوی کې داسې پوهنتونونه شته چې زحمت‌یې ایستلی او ښې نتیجې یې ورکړي دي، ځینې لږ څه ستونزې لري او ځینې داسې دي چې ستونزې لري او وړ نه‌دي، د دې لپاره مو تصمیم نیولی چې په نېږدې راتلونکي کې یې ارزونه ترسره او ښه او ناسم سره بېل کړو."

ښاغلي روښان دا خبره د یکشنبې په ورځ په کابل کې، د "عدالت د ټولو لپاره " د مدني ټولنې له‌خوا، د کانکور په ازموینه کې د لسو غوره بریالیو محصلینو په ستاینغونډه کې وکړه.

دا مهال په هېواد کې ګڼو خصوصي پوهنتونونو فعالیت پیل کړی.
دا مهال په هېواد کې ګڼو خصوصي پوهنتونونو فعالیت پیل کړی.

دا په داسې حال کې ده چې د ۲۰۰۱ میلادي کال راهیسې د افغانستان په مرکز او ولایتونو کې شااوخوا اتیا خصوصي پوهنتونونه او د لوړو زده‌کړو مؤسسې فعالې شوې دي.

د یادونې ده چې په تېره کې، د ځینو خصوصي پوهنتونونو محصلینو له ازادي راډیو سره په خبرو کې، د خصوصي پوهنتونونو د علمي او مسلکي تجهیزاتو له کموالي شکایتونه کړي دي.

په ورته وخت کې د یو شمېر خصوصي پوهنتونونو مسؤلین وايي، دوی د لوړو زده‌کړو په برخه کې د حکومت له اوږو تر ډېره دروند بار ښکته کړی او که مرستې ورسره وشي، کیفیت به‌یې په لږه موده کې د قناعت وړ شي.

عبدالله واحدیار
عبدالله واحدیار

په کابل کې د اشنا پوهنتون رئيس عبدالله واحدیار ازادي راډیو ته وویل:

"په افغانستان کې خصوصي پوهنتونونه په مجموع کې نسبتاً ښه فعالیت لري، ښايي داسې هم په‌کې وي چې معیاري نه‌وي، خو په ډاډ سره ویلی شم، که له خصوصي سکټور سره مرسته وشي، دغه پوهتونونه کولای شي چې باکیفیته زده‌کړې محصلینو ته وړاندې کړي."

بل‌خوا یو شمېر محصلین چې اقتصادي وضعیت‌یې ښه نه‌دی او دولتي پوهنتونونو ته‌یې لار نه‌ده موندلې، د خصوصي پوهنتونونو له لوړو فیسونو څخه هم شکایت کوي.

د لوړو زده‌کړو وزارت وايي، د خصوصي پوهنتونونو د کیفي ارزونې تر څنګ به، د دوی مالي ارزونې هم وشي او په اړه به‌یې تصمیم ونیول شي.

هېره دې نه‌وي چې د افغانستان د لوړو زده‌کړو وزارت د خصوصي پوهنتونونو ریاست پخوا تر دې هم د خصوصي پوهنتونو د ارزونې خبره کړې وه او ویلي و چې یو شمېر هغه پوهنتونه چې معیاري نه‌و د دوی له‌خوا تړل شوي دي.

د دې تر څنګ مسؤلینو په خصوصي پوهنتونونو کې د خیالي محصلینو د موجودیت خبره هم منلې وه او ویلي و چې د دغو محصلینو او اړوندو تحصیلي ادارو په وړاندې به هم جدي اقدام کېږي.

راپور: خان محمد سیند

XS
SM
MD
LG