د لاسرسي لېنکونه

پنجشنبه ۲۷ تله ۱۳۹۶ کابل ۰۴:۲۷

ناټو: په کندهار کې یوه افغان پولیس زموږ پر سلاکارانو ډزې کړي


په افغانستان کې د ناټو د غوڅ ملاتړ ماموریت وايي، یوه افغان پولیس په کندهار کې د هغوی پر سلاکارانو ډزې کړي دي.

د غوڅ ملاتړ ماموریت په خبرپاڼه کې ویل شوي چې د ناټو دا سلاکاران پرون شنبه د افغانستان امنیتي ځواکونو ته د قانون د حاکمیت په اړه له رونیز پروګرامه، په کندهار کې خپل مرکز ته د ستنېدو په حال کې و چې ډزې ورباندې وشوې.

د خبرپاڼې په حواله، د ناټو رومانیايي عسکرو چې د سلاکارانو او روزونکو د امنیت مسولیت یې درلود، پر حمله کونکي ډزې وکړې یې او هغه یې ووژه.

په دې حمله کې یو رومانیايي عسکر زخمی شوی او په کندهار کې د ناټو ځواکونو په پوځي مرکز یې درملنه کېږي.

ناټو وايي چې په پېښه کې یو افغان پولیس هم زخمي شوی چې د کندهار په ملکي روغتون بستر دی.

XS
SM
MD
LG