د لاسرسي لېنکونه

شنبه ۲۵ لیندۍ ۱۳۹۶ کابل ۰۴:۰۰

د روسیې د صدراعظم مرستیال د ملدووا له ولسمشر سره وکتل


د روسیې د صدراعظم مرستیال دیمیتري روګوزین د ملدووا له ولسمشر ایګور دودون سره وکتل.

دواړو پرون شنبه د ایران د جهمور رئیس د لوړې په مراسمو کې ګډون درلود او په تهران کې يې سره کتلي دي.

دیمیتري روګوزین له ملدووا د جلا شوې سیمې ترانزدنیستر [Trans-Dniester]پر سر د کړکېچ د حل لپاره په خبروکې د ولسمشر ولادیمیر پوتین ځانګړی استازی دی.

دېمیتري روګوزین پر ټویټر لیکلي چې د مالدوا له ولسمشر سره یې په تهران کې د روسیې په سفارت کې خبرې کړې خو نور جزئیات یې نه دي څرګند کړي.

خو تر هغه مخکې، د مالدووا ولسمشر خبریالانو ته وویل چې د روسیې د صدراعظم له مرستیال سره به د خپل حکومت پردې پرېکړه چې روګوزین يې غیر مطلوب شخص اعلان کړی، خبرې وکړي.

ولسمشر دودون د ملدووا او مسکو ترمنځ د نږدې اړیکو ملاتړ کوي خو د ملدووا حکومت د هغو ګوندونو تر نفوذ لاندې دی چې له اروپايي اتحادیې سره د نږدېوالي پلویان دي.

XS
SM
MD
LG