د لاسرسۍ وړ لېنکونه

تازه خبر
پنجشنبه ۳۰ کب ۱۴۰۳ کابل ۰۹:۴۹

چارواکي: په ننګرهار کې سلګونه بې اسناده موټر سایکلونه نیول شوي


د ننګرهار ولایتي چارواکي وايي، د دغه ولایت د نظامي شورا د پرېکړې له مخې، د تېرو دوو اونیو په جریان کې، د سلګونو موټرو ښيښې سپینې شوي او د یوه اندازه وسلو د نیول تر څنګ، سلګونه بې نمبر پلېټه موټرسایکلونه هم نیول شوي دي.

د ننګرهار د امنيې قومندانۍ مطبوعاتي مسؤل حضرت حسین مشرقيوال نن شنبه ازادي راډیو ته وویل، دغه کمپاین اوس هم روان دی او په خبره يې، هغه نقليه وسایط چې د دغه کمپاین په جریان کې نیول شوي دي، بېرته مالکينو ته له اسناد سره ورکول کېږي.

​ښاغلي مشرقیوال زیاته کړه:

"یوه اندازه وسلې نیول شوي او تر دې دمه له ۴۰۰ زیات موټرسایکلونه چې اسناد او نمبر پلېټونه يې نه درلودل، اوس موږ ټولو خلکو ته اعلاميه خپره کړې چې د خپلو نیول شویو موټرسایکلونو د بېرته اخېستلو په خاطر دې، مراجعه وکړي او د وسایطو لپاره اسناد جوړ کړي او همدرانګه د چلولو قانوني سند دې واخلي، بيا به دوی ته خپل وسایط هم وسپارل شي."

نوموړی وايي، د نورو کمپاینونو په پرتله دا کمپاین ځکه ګټور دی چې د دغه کمپاین په فعالیت سره د ښار په څلورو دروازو کې د پلټنې نوې پوستې هم جوړې شوي دي.

نوموړی وایي:

"له دغه کمپاین سره د ښار په څنډو کې د پلټنو نوې پوستې ایجادې شوي، په ښار کې امنيتي خواکونو ځای پر ځای تلاشي پيل کړې او دا لړۍ اوس هم روانه ده."

بل خوا د جلال اباد ښاریان وايي، په دې وروستیو کې هدفي وژنې په دې ښار کې زیاتې شوي او دغه ډول کمپاینونه د نا امنۍ مخنیوی کولای شي.

دوی د دغه کمپاین نه خوښ دي او وړاندیز کوي چې دا لړۍ بايد روانه وساتل شي.

د جلال اباد ښار یو تن اوسېدونکی وایي:

"شرافت یم، زموږ د سترګو په وړاندې خلک ویشتل شوي، موټرسایکل باندې مسلح کسان راغلي، قتل يې کړی او بېرته تښتېدلي، دا ښه کمپاین دی چې همداسې جاري وساتل شي."

د همدغه ښار یو بل تن اوسېدونکي وویل:

"زما نوم نېکمل دی، دا ښه خبره ده چې دغه ډول کمپاین روان وي، ځکه په دې ښار کې هره نا امني چې کېږي، د همدې بې پلېټه وسایطو او تورو ښيښو لرونکو موټرو څخه په استفادې کېږي، دا به ډېر ګټور تمام شي."

د ښاریانو په خبره، له دې وړاندې هم امنيتي ځواکونو دې ته ورته کمپاینونه تر سره کړي وو، خو تر یوې اونۍ به يې دوام نه کاوه.

دوی وايي، اوسنی روان کمپاین ښه روان دی، خو هغه وخت به د ښار پر امنيتي وضعیت لا ښه اغېز وغورځوي چې پر زورواکانو هم یو ډول عملي شي.

راپور:شاه محمود شینواری

XS
SM
MD
LG