د لاسرسۍ وړ لېنکونه

تازه خبر
جمعه ۳۱ وری ۱۴۰۳ کابل ۰۴:۵۴

کابل کې د لومړي ځل لپاره د کرکټ د انډور لوبغالي لوبې پیل شوې


په کابل کې د لمړي ځل لپاره د ۱۲ لوبډلو تر منځ د کرکټ سرپټ «انډور» لوبغالي سیالۍ پېل شوې.

د دغو سیالیو په لومړۍ لوبه کې د ورزشي خبریالانو د سازمان لوبډلې، د حیات لوبډلې ته په يوه وکټه ماته ورکړه.

د دغو سیالیو تنظیموونکي حامد بابر نن شنبه ازادي راډیو ته وویل چې له یادو سیالیو څخه د دوی هدف په افغانستان کې د انډور سیالیو دودول دي.

د ښاغلي بابر د معلوماتو له مخې، دغه سیالۍ په څلورو ګروپونو کې تر سره کېږي او په هر ګروپ کې درې لوبډلې لوبېږي.

دغه شپږ اوریزې لوبې چې په هره لوبډله کې يې درې لوبغاړي لوبېږي، پنځه ورځې دوام کوي او دا لوبې د کرکټ کلپ په نوښت په کابل کې د لمړي ځل لپاره پېل شوې دي.

XS
SM
MD
LG