د لاسرسي لېنکونه

ځواک: د هلمند په ګرشک کې وروستی برید کوونکی هم ووژل شو


افغان ځواکونو د هلمند په ګرشک ولسوالۍ کې له نژدې شل ساعته جګړې وروسته، وروستی برید کوونکی وواژه.

د سیمه ییزو چارواکو په وینا، وسله وال پرون د سهار شااوخوا اووه بجې د ګرشک په بازار کې یوه اپارتمان ته ننوتل او له امنیتي ځواکونو سره په جګړه شول.

د هلمند د والي ویاند عمرځواک ازادي راډیو ته وویل، درې برید کوونکي تېر ماښام ووژل شول او څلورم یوه یې مقاومت کاوه چې د شپې د دوه نیمو بجو خواته ووژل شو.

د ځواک په وینا په دې جګړه کې افغان ځواکونو او د سیمې خلکو ته د سر زیان نه دی اوښتی.

XS
SM
MD
LG