د لاسرسي لېنکونه

امیني: په میدان وردګ کې د امریکايي پوځ ډلګۍ ځای پرځای شوې


د میدان وردګو په نرخ ولسوالۍ کې د امریکايي ځواکونو یوه ډلګۍ ځای پرځای شوه.

د هغه ولایت د پولیسو ویاند، نقیب الله امیني پرون جمعه ازادي راډیو ته وویل چې دا ډلګۍ د افغان امنیتي ځواکونو مرستې ته ورغلي ده.

نقیب الله امیني وویل:

"د امریکايي عسکرو ډله به په عملیاتو کې ګډون کوي، هغوی د نرخ ولسوالۍ په کریم داد خېلو ولسوالۍ کې په عملیاتو کې ګډون وکړ."

د ښاغلي امیني په وینا، د پنجشنبې په ورځ د امریکايي او افغان ځواکونو په ګډو عملیاتو کې اووه وسله وال طالبان ووژل شول او څلور زخمیان شول.

XS
SM
MD
LG