د لاسرسۍ وړ لېنکونه

تازه خبر
جمعه ۱۰ وری ۱۴۰۳ کابل ۰۳:۴۸

ټوسک: پولنډ له اروپايي ټولنې د وتلو هڅه کوي


د پولنډ واکمن قانون او عدالت ګوند هڅه کوي په دغه هېواد کې د عدالت محلي سيسټم عملي کړي، چې اروپايي ټولنه يې غيرډيموکراتيک ګڼي.

دغه ګوند دغه راز غواړي په پولنډ کې د اروپا د يوه لرغوني ځنګله د وهلو پرآخ عمليات پرمخ بوځي.

د پولنډ حکومت پر دغو دواړو اقداماتو د اروپايي ټولنې انتقادونه رد کړي دي او د عدالت د اروپايي محکمې هغه حکم يې هم له پامه غورځولى چې د دغه ځنګله د وهلو مخه نيسي.

د اروپايي شورا رئيس ډونالډ ټوسک خبريالانو ته وويل: داسې نه ښکاري چې پولنډ دې اروپايي ټولنې ته اړتيا ولري. زما اندېښنه دا ده چې موږ هغې شېبې يعنې له اروپايي ټولنې د پولنډ د وتلو پړاو ته نور هم ورنږدې شوي يو.

ډونالډ ټوسک
ډونالډ ټوسک

ټوسک وروسته له هغې دا څرګندونې وکړې چې د اتو ساعتونو لپاره د پولنډ څارنوالانو ورڅخه پوښتنې ګروېږنې وکړې.

دغه څارنوالان په ٢٠١٠میلادي کال کې د هغې الوتکې د سقوط د قضيې په اړه څېړنې کوي چې د روسيې په سمولينڅک کې يې په نتيجه کې د پولنډ د وخت ولسمشر ليخ کاچينسکي او ٩٥ نور کسان وژل شوي وو.

د واکمن ګوند رئيس د پخواني ولسمشر ليخ کاچينسکي ورور دى.

د پولنډ د واکمن ګوند مشر يوريسلاف کاچينسکي ډونالډ ټوسک چې هغه وخت د پولنډ صدراعظم و او د هغه ګوند د هغې پېښې مسوول بللي دي.

ده ويلي، د الوتکې د نسکورېدو هغه پېښه تصادفي نه وه، ده پر ټوسک تور پورې کړ، چې اخلاقاً د ده د ورور ليخ کاچينسکي په مرګ تورن دى.

دا څرګندونې په داسې حال کې کېږي چې د پولنډ د حکومت له انتقادونو سره- سره اروپايي ټولنې د مارچ پر نهمه، ډونالډ ټوسک د دويمې دورې لپاره د اروپايي شورا د مشر په توګه تاييد کړ.

XS
SM
MD
LG