د کندهار- هرات لویه لار پرون وروسته له هغه بنده شوه چې د هلمند ولایت په ګرشک ولسوالۍ کې وسله والو طالبانو پر دولتي ځواکونو برید وکړ خو دا په تېره یوه اوونۍ کې د لویو لارو د بندېدو یوازینۍ پیښه نه ده.
په تېره یوه اوونۍ کې د بغلان په دوشي ولسوالۍ، د میدان وردګو په سیدآباد او د لوګر ولایت په ځینو سیمو کې هم لویې لارې بندې شوې. ایا د لویو لارو د بندېدو علت د طالبانو د تکتیک بدلون دی او که نور عوامل لري؟
احمدتکل له خپلواک خبریال او څارونکي قریب الرحمن شهاب سره په دې اړه مرکه کړې.
ښاغلی شهاب د مرکې په پیل کې دې پوښتنې ته ځواب وايي چې د جګړې د فصل په اوج کې ولې لویې لارې په نښه کېږي؟