د لاسرسي لېنکونه

چهارشنبه ۲۶ تله ۱۳۹۶ کابل ۰۱:۱۱

چارواکي: د ټرمپ ناڅاپي پریکړې د افغانستان په اړه اختلاف څرګندوي


اسوشیټېډ پرېس خبري اژانس د امنیتي چارواکو په حواله په یوه راپور کې لیکي، ولسمشر ډونالډ ټرمپ په یو ځانګړي امنیتي غونډه کې د غوسې له کبله په افغانستان کې د امریکايي ځواکونو د قوماندان جنرال جان نیکلسن د لېرې کولو نظریه مطرح کړه.

دا چارواکي چې د دې غونډې له جریانه خبر دی خو د رسمي خبرو اجازه نه لري وايي، ټرمپ چې په افغانستان کې د انتخاب په برخه کې له ناامیدۍ سره مخامخ دی همدا راز وړاندیز کړی چې د ملي امنیت سلاکار جنرال اېچ آر مک ماسټر دې د افغانستان پر ماموریت څارنه وکړي.

راپور زیاتوي دا ناڅاپي وړاندیزونه د هغې وارخطايۍ نښه ده چې د سپینې ماڼۍ چارواکي یې د افغانستان د ماموریت په اړه لري او دا په داسې حال کې ده چې پوځي چارواکي د افغانستان د جګړې د حل پر ستراتیژۍ غور کوي.

اسوشیټېډ پریس لیکي ټرمپ فکر کوي چې د افغانستان جګړه ځای پرځای ولاړه ده او داسې یو پلان غواړي چې عملي کول یې امریکايي ځواکونو ته د تل لپاره له افغانستانه د وتلو امکان برابر کړي.

ټرمپ تېره اونۍ په یوه غرمنۍ میلمستیا کې په خپلو څرګندونو کې په ډاګه وویل، دی غواړي پوه شي چې ولې امریکايي ځواکونه د ۱۷ کلونو لپاره په افغانستان کې دېره دي.

د سپینې ماڼۍ یوه جګپوړي مقام اسوشیټېډ پریس اژانس ته ویلي چې د پوځ سپارښتنې د ولسمشر ټرمپ نه دي خوښې شوي او د ملي امنیت د شورا وروستي بحثونه هم ډېر جدي وو ځکه دی له پوځي مشرانو څخه د دې پوښتنې ځواب غواړي چې د امریکا پوځ ولې په افغانستان کې دی.

د سپینې ماڼۍ یوه بل چارواکي چې د غونډې له جریانه خبر دی، اژانس ته ویلي، ولسمشر ټرمپ له دې سره ډېره لېوالتیا نه لري چې په افغانستان کې اوږد مهالی ثبات ټینګ شي بلکې تر ډېره دې ته لېوال دی چې وسله والو مخالفینو ته ضربه ورکړي.

د دې امریکايي چارواکو په وینا د ټرمپ مهم ستراتیژیست ستیف بینن او همدا راز د ده زوم او سلاکار جارېدکوشنر د هغه پلان عملي کېدل غواړي چې د افغانستان د جګړې واک د پوځ پرځای خصوصي قراردادي کمپنیو ته سپاري.

یوه پوځي چارواکي اژانس ته ویلي چې په دې ترڅ کې د ټرمپ جګپوړو سلاکارانو د بلېک واټر د خصوصي کمپنۍ له مسؤلانو څخه د هغه پلان د طرحې د جوړولو غوښتنه هم کړې چې په عملي کېدو سره یې د امریکایي سرتېرو ځای په تدریجي ډول د قراردادیانو له خوا ډکېږي.

د اسوشیټېډ پریس د راپور له مخې پوځي چارواکي له دې طرحې سره مخالف دي او وايي، افغانستان ته د اضافي امریکايي سرتېرو له استولو سره به د افغان پوځ او هوايي ځواک د روزنې پرمختګ چټک شي او د ترورېزم ضد قطعې به وتوانېږي چې افراطي وسله وال حتی تر اوسه هم سخت وځپي.

پوځي چارواکي همدا راز په افغانستان کې د امریکايي ځواکونو د عمومي قوماندان جنرال نیکلسن دفاع کوي او نوموړي ته جزا ورکول غیر عادلانه کار بولي.

د نیکلسن د لېرې کېدو د احتمال په اړه لومړی ځل ان بي سي نیوز چینل راپور ورکړ.

په همدې حال کې د کانګرس غړو پر ولسمشر ټرمپ غږ کړی چې د افغانستان په اړه د ملي امنیت د سلاکارانو مشورو ته غوږ ونیسي.

جمهوري غوښتونکي سناتور لیندسي ګراهام د پنجشنبې په ورځ وویل، د ده لویه ویره دا ده چې که ولسمشر د جنرالانو خبرو ته غوږ ونه نیسي او کارونه د پخواني ولسمشر بارک اوباما او د هغه د مرستیال جو بایډن په څېر په خپل سر وکړي.

XS
SM
MD
LG