د لاسرسي لېنکونه

سه شنبه ۲۵ تله ۱۳۹۶ کابل ۰۵:۵۵

هیلې: د امریکا پوځ به د روسیې او بېلاروس پر تطبیقاتو څارنه وکړي


په اروپا کې د امریکايي ځواکونو یو جګپوړی جنرال وايي، د امریکا پوځ د روسیې او بېلاروس پر پلان شویو پوځي تطبیقاتو به په خورا دقت سره څارنه وکړي.

څارونکي وايي په دې تطبیقاتو کې سل زره سرتیري ګډون کوي.

د هوايي ځواک جنرال جان هیلې John Healy چې په اروپا کې د امریکا د پوځ د تطبیقاتو مشري کوي، پرون رویټرز خبري آژانس ته وویل، مسکو په دې تطبیقاتو کې شفافیت له پامه غورځولی ځکه اجازه نه ورکوي چې لویدیځ څارونکي ګډون په کې وکړي.

دې امریکايي چارواکي زیاته کړه چې په تور سمندرګي کې د امریکا او ناټو په وروستیو پوځي تطبیقاتو کې روسي څارونکي حاضر وو خو روسیې د زاپاد اولس Zapad 17 په نوم په دې تطبیقاتو کې لویدیځو څارونکو ته د ګډون بلنه نه ده ورکړې.

دا تطبیقات په راروانه سېپټمبر میاشت کې په پام کې دي.

روسیې ویلي چې په دې عملیاتو کې بهرنیو څارونکو ته د بلنې اړتیا نشته او ادعا یې کړې چې له ۱۳ زرو کم سرتېري ګډون په کې لري.

XS
SM
MD
LG