د لاسرسي لېنکونه

شنبه ۲۵ لیندۍ ۱۳۹۶ کابل ۰۴:۱۴

د هلمند ګرشک کې د افغان ځواکونو مرکز ته څېرمه چاودونه وشوه


د هلمند ولایت د ګرشک ولسوالۍ په یخچال سیمه کې تېره شپه د افغان امنیتي ځواکونو یوه مرکز ته څېرمه چاودونه وشوه.

سیمه‎ییز چارواکي وايي چې دا حمله د موټربم په وسیله شوې.

د هلمند د والي ویاند عمر ځواک له ازادي راډیو سره په خبرو کې پېښه تائید کړه:

"د ګرشک ولسوالۍ په یخچال سیمه کې د افغان امنیتي ځواکونو پوستې ته څېرمه موټربم چاودنه شوې ده. امنیتي ځواکونه ساحې ته رسیدلي دي، ساحه یې کنټرول کړې ده څو معلومه کړي چې پېښه څنګه شوې ده. "

د ګرشک امنیه قوماندان اسماعیل خان خپلواک اسوشیټېډ پریس خبري اژانس ته ویلي چې په دې پېښه کې دوه پولیس وژل شوي او دوه نور ټپیان دي.

XS
SM
MD
LG