د لاسرسي لېنکونه

دوبی کې د نړۍ په یوې لوړې ودانۍ کې اورلګیدلی


په دوبی کې د نړۍ په یوې لوړې ودانۍ کې اورلګیدلی دی.

د چارواکو په وینا، دا ودانۍ تخلیه شوې او په پیښه کې څوک نه دې ژوبل شوي.

دا په تېرو دوو کلونو کې دوهم ځل دی چې د دوبی په تورچ تاور کې چې د مارینا په سیمه کې دی اور لګېږي.

د دوبی حکومت ویلي دي چې د اطفایي څلور یونټه د دې اور د وژنې لپاره ګمارل شوې دي.

اور د دې نهه اویا منزله ودانۍ په نهم پوړ کې لګیدلی چې کنټرول شوی دی.

XS
SM
MD
LG