د لاسرسي لېنکونه

جمعه ۲۸ تله ۱۳۹۶ کابل ۰۴:۵۵

بنیامین نتنیاهو د فساد، په څو قضیو کې په لاس لرلو مشکوک پیژندل شوی


د اسرائیل صدراعظم بنیامین نتنیاهو د فساد، په څو قضیو کې په لاس لرلو مشکوک پیژندل شوی.

د اسراییل پولیس له څو میاشتو راهیسې له صدراعظم بنیامین نتنیاهو څخه د فساد په څو مواردو کې تحقیقات کوي خو په دې اړه یې تردې دمه ډیر لږ جزئیات خپاره کړي وو.

پرون د لومړي ځل لپاره پولیسو دا خبره افشا کړه چې نتنیاهو د فساد په څو قضیو مشکوک تورن دی.

پولیسو پرون شپه د فساد په دې قضیه کې د یوه دولتي عیني شاهد د ښکېلیدو په مسئله کې د روانو خبرو اترو په اړه په یوه بیان کې لنډ معلومات خپاره کړل.

په بیان کې ویل شوي دي چې نتنیاهو د تقلب، بډو او له اعتماده د ناوړه کار اخېستنې په ګډون د فساد د جرایمو په قضیو کې ښکېل دی.

د صدراعظم دفتر د دې تحقیقاتو په اړه تل ویل چې نتنیاهو هېڅ راز تخلف نه‎دی کړی او دا تورونه یې د هغو دښمنو رسنیو له‎خوا چې د نوموړي له تُندلارو سیاسي نظریاتو سره مخالف دي، د ده او د ده د کورنۍ پرضد د شیطاني دسیسو یوه برخه بلله.

د صدراعظم دفتر تیره شپه هم په یو بیان کې وویل چې د نتنیاهو پرضد دا ادعاوې بې بنسټه دي.

بیان زیاتوي، دا ادعاوې د هغه کمپاین یوه برخه ده چې هدف یې د حکومت بدلول دي خو بیان یادونه کوي چې دا کار به هېڅ نتیجه ورنه‎کړي ځکه هېڅ نشته.

د نتنیاهو پرضد د روانو تحقیقاتو په یوه قضیه کې ادعا شوې چې هغه د استرالیايي میلیاردر جېمز پکر James Packer او د هالیووډ د پرودیوسر ارنون میلچان Arnon Milchan په ګډون له خپلو شتمنو پلویانو څخه قیمتي تحفې منلې دي او په یوه بله قضیه کې تورن دی چې ده د ییدیوت اهرونوت Yediot Ahronot ورځپاڼې له خپروونکي ارنون موزیس Arnon Mozes سره داسې معامله کړې ده چې نتیجه یې د ده په ګټه د تبلیغاتو په بدل کې د داسې یوې لایحې ترتیب و چې د یدیویوت یوه سیاله ورځپاڼه باید کمزورې شي.

نتنیاهو ته چې په ۲۰۰۹ کال کې یې د صدراعظم په توګه په کار پیل وکړ، له پخوا راهیسې د داسې یو درانه شخصیت په سترګه کتل کېږي چې سګرټ څکوي، کنیاک څښي او له خلکو سره ښه معاشرت کوي خو د ده مېرمن سارا له همکارو مامورینو سره په ناوړه چلند مشهوره ده.

د دوی سیالان وايي چې نتنیاهو او مېرمن یې دواړه د اسرائیلو د منځنۍ طبقې له خلکو سره نه جوړېږي.

XS
SM
MD
LG