د لاسرسي لېنکونه

د هرات پر "جوادیه" جومات حمله کې د روبوټیک ټیم غړې فاطمې پلار هم وژل شوی


فاطمه قادریان د خپل وژل شوي پلار د سیلفي پرمهال.

د افغانستان د روبوټیک ټیم غړې نن پنجشنبه په هرات ښار کې د دې له خپلې مشرې، غړې فاطمې قادریان سره د غم شریکۍ لپاره د هغې په کور کې را غونډې شوې وې.

د فاطمې قادریان پلار، د سې شنبې په شپه هرات ښار په څلورمه حوزه کې پر جوادیه جومات په انتحاري حمله کې ووژل شو.

ّپه هرات کې پر جودایه جومات حمله کې ګڼ کسان مړه او ټپیان شول.
ّپه هرات کې پر جودایه جومات حمله کې ګڼ کسان مړه او ټپیان شول.

په حمله کې لږترلږه شپږ دېرش تنه ووژل او اووه شپېته تنه زخمیان شول.

د حملې مسئولیت د داعش وسله والې ډلې واخیست.

فاطمه قادریان د افغانستان د روبوټیک ټیم مشره وه.

د دې ټیم یوې غړې کوثر روشن چې نن یې له فاطمې سره کتلي دي، د ازادي راډیو خبریال ته وویل:

"زه نن د فاطمې قادریان کور ته ورغلم، هغه له خبرو لوېدلې وه او حالت یې ډېر خراب و، هغه په ځای کې پرته وه، مورجانې یې ویل چې له څو ورځو راهیسې سیرم ورکوي او بې حاله پرته ده."

د فاطمې ورور محمد رضا، د فرانسې خبري اژانس ته وویل چې هغه د سې شنبې له ورځې راهیسې بې حاله پرته ده.

د افغانستان د روبوټیک ټیم غړو اول وار په مطبوعاتوکې له دې امله غوغا جوړه کړه چې سره له دې چې په واشنګټن کې د ځوانانو په نړیواله سیالي کې ګډون ته غوره شوې وې، په کابل کې د امریکا سفارت د وېزې له ورکولو ډډه وکړه.

هغوی په واشنګټن کې FIRST Global Challenge سیالۍ ته د ورتګ لپاره، د امریکا د ولسمشر په مداخله، لس ورځنۍ اجازه واخیسته او هلته یې په سیالۍ کې د سپینو زرو مډال وګټل.

د افغان نجونو روباټیک ټیم غړې.
د افغان نجونو روباټیک ټیم غړې.

کله چې هغوی افغانستان ته ستنې شوې، د فاطمې قادریان پلار هم د خپلې لور د هرکلي لپاره په میدان کې ولاړ و.

د فاطمې قادریان ملګرو د ازادي راډیو خبریال ته ویلي چې د هغې پلار یې زیات ملاتړ کاوه، د ښې راتلونکې لپاره زحمت ته یې هڅوله او ښايي داسې څوک نه لري چې د پلار په څېر يې کلک تر شا ودرېږي.

د ازادي راډیو خبریال وايي، هغه نن کمزورې وه او د ولاړېدو توان يې نه درلود.

XS
SM
MD
LG