د لاسرسي لېنکونه

احمدزي د ټېلرسن د خبرو سره په تائید ایران د افغانستان په بې‌ثباتۍ تورن کړ


د افغانستان د نا امنه کولو لپاره د ایران د هڅو په اړه د امریکا د بهرنیو چارو د وزیر څرګندونو د افغانستان ولسي جرګه اندېښمنه کړې ده.

د ولسي جرګې اداري پلاوی د امریکا د بهرنیو چارو وزیر هغه څرګندونې تائیدوی چې ایران‌یې د افغانستان په بې‌ثباتۍ تورن کړی دی.

د ولسي جرګې دوهم مرستیال محمد نذیر احمدزي د پنجشنبې په ورځ ازادي راډيو ته وویل، په تېرو څو کلونو کې دوی ته هم داسې راپورونه رسېدلي چې ایران په ولایتونو کې وسله‎والو طالبانو ته پرمختللې وسلې ورکوي او د افغانستان د نا امنه کولو هڅې کوي.

خو د ښاغلي احمدزي په وینا حکومت د دې ټولو مسایلو پر وړاندې غلی دی.

د ولسي جرګې دوهم مرستیال محمد نذیر احمدزی
د ولسي جرګې دوهم مرستیال محمد نذیر احمدزی

دی وايي:

"په دې کې شک نه‌شته چې زموږ حکومت د ګاونډيانو پر وړاندې غلی سیاست لري، په داسې حال کې چې زموږ امنیتي چارواکو زموږ په خاوره کې د هغه هېواد وسلې پیدا کړي، موږ په جدي توګه غوښتنه وکړه او کوو یې چې په داسې مواردو کې غلي پاتې نه‎شو، لاسوهنه، لاسوهنه ده او امریکا هم مکلفه ده چې زموږ په چارو کې د ګاونډيو د لاسوهنو مخه ونیسي."

دا څرګندونې داسې مهال کېږي چې له دې یوه ورځ وړاندې د امریکا د بهرنیو چارو وزیر رکس ټيلرسن ویلي، ایران غواړي د افغانستان، عراق، یمن او د نړۍ د نورو هېوادونو د بې‌ثباته کولو تر څنګ په منځنۍ اسیا کې خپل نفوذ پراخ کړي.

وموغوښتل په دې اړه د افغان حکومت نظر هم واخلو، خو بریالي نه‌شو.

امریکايي چارواکو بیا له دې وړاندې هم څو ځله ایران په سیمه کې د ترورېزم ملاتړی یاد کړی دی.

ایران په افغانستان کې هم د یو شمېر سیمه‎ییزو چارواکو او په ولسي جرګه کې د خلکو د استازو له‎خوا د وسله‎والو طالبانو په ملاتړ تورن دی.

د اوونۍ په پیل کې د ایران د سپاه پاسداران د قوماندان هغو څرګندونو هم د افغانستان دننه ګڼ غبرګونونه راوپارول چې ویلي یې استخبارات یې د افغانستان په څو ولایتونو کې پراخ لاس لري.

له دې سره د نړیوالو چارو کارپوه طاهر هاشمي د ایران له‎خوا د افغانستان د نا امنه کولو په اړه د امریکا د بهرنیو چارو د وزیر څرګندونې د افغان چارواکو لپاره ښې نه‌ګني.

طاهر هاشمي زیاته کړه:

"دا چې قضیه تر دې ځایه رسېږي دا خپله ښيي چې حکومت نه‎دی توانېدلی د نننیو شرایطو سره سم یو متناسب سیاست ولري او هغه هېوادونه چې په افغانسان کې لاسوهنې کوي د دې پر ځای چې ناتوانه افغانستان‌یې پر وړاندې ودرېږي، امریکا ته ښايي چې دغو هېوادونو ته ووايي، پر خپل ځای کېنئ."

ښاغلی هاشمي وايي، د دې لپاره چې افغانستان له کوم بل ګاوندي هېواد سره په شخړو وانه‎وړي کابل ته په کار ده چې په دې اړه ټول شکایتونه له ډیپلوماتیکو لارو حل کړي.

د ده په باور که ایران بیا هم د افغانستان د ناامنه کولو هڅو ته دوام ورکړي، امریکا ته د یوه ستراتېژیک ملګري په حیث په کار ده چې د هغه هېواد پر وړاندې لاس په کار شي.

راپور: یوسف خان ځدراڼ

XS
SM
MD
LG