د لاسرسي لېنکونه

شنبه ۲۹ تله ۱۳۹۶ کابل ۰۸:۲۹

د خپلواکۍ ورځې ته د درناوي په هدف د تورې وهلو سيالۍ ترسره شوې


د هېواد د خپلواکۍ ورځې ته د درناوي په هدف په کابل کې د تورې وهلو سيالۍ ترسره شوې.

د تورې وهلو فدراسيون وايي، دوی د سياليو لپاره کافي امکانات نه‎لري او دغه سيالۍ يې د المپيک د ملي کمېټې په مرسته تنظيم کړي دي.

سيالیو کې د کابل د پنځو کلپونو څخه ۸۰ تنو لوبغاړو ګډون کړی.

که څه هم توره وهل په افغانستان کې يوه له پخوانيو لوبو څخه ده، خو د برېښنايي وسايلو په وسیله دغه سيالۍ اوس دود شوې او تر اوسه‌یې په دوو ترسره کړو سفرونو کې مډالونه ګټلي.

XS
SM
MD
LG