د لاسرسي لېنکونه

دوشنبه ۱ لړم ۱۳۹۶ کابل ۱۰:۳۲

عمران: افغانستان د ګالف سیالیو لپاره معیاري لوبغالی نه لري


د افغانستان د ګالف فدراسیون مسؤلین وايي چې په ټول افغانستان کې د دغې لوبې د سیالیو لپاره معیاري لوبغالی نه‎لري.

د دغه فدراسیون مسؤل عمران ازادي راډيو ته وویل چې اوس‌مهال د ګالف لوبې د مرکز په ګډون په ډېری ولایتونو کې مینه‎وال لري، خو د معیاري لوبغالو نه‌شتون د دغې لوبې مخه ډب کړې ده.

ښاغلی عمران له افغان حکومته غوښتنه کوي چې په مرکز او ولایتونو کې د ګالف لوبې د میدانونو په اړه خپلې کړې ژمنې عملي کړي تر څو په دې هېواد کې د ګالف لوبې پراختیا پيدا کړي.

XS
SM
MD
LG