د لاسرسي لېنکونه

سه شنبه ۲۵ تله ۱۳۹۶ کابل ۰۵:۵۴

مالیې وزارت: ځينو وزارتونو لازمه پراختیايي بودجه نه‌ده مصرف کړې


د افغانستان د ماليې وزارت وايي چې وزارتونه د تېر کال په شان روان کال هم نه‌دي توانېدلي چې خپل لازمه پراختیايي بودجه مصرف کړي.

د دغه وزارت ویاند اجمل حمید عبدالرحیمزي ازادي راډيو ته وویل چې د وزارتونو په ګډون د افغانستان بودجوي واحدونو د روان لمریز کال په ۷ میاشتو کې ۲۳ سلنه پراختیايي بودجه مصرف کړې ده.

ښاغلي عبدالرحیمزي وویل چې د پراختیايي بودجې د لګښت د لوړولو په هدف د ظرفیتونو په لوړوالي او د اسانتیاوو د رامنځته کولو په برخه کې هڅې روانې دي.

XS
SM
MD
LG