د لاسرسي لېنکونه

دوشنبه ۱ لړم ۱۳۹۶ کابل ۰۲:۰۷

د روسیې په حمص کې نوی خوندي زون رامنځته کېږي


د روسیې د دفاع وزارت وايي، د سوريې د حکومت له مخالفينو سره‌یې په حمص کې د نوي خوندي زون د رامنځته کولو په اړه موافقه کړې ده.

د دفاع وزارت وياند ایګور کاناشينکوف نن پنجشنبه ويلي چې اوربند به د ځايي وخت د غرمې پر دوولس بجې پلی شي.

د خوندي زون لپاره په ياده سیمه کې شااوخوا يو لک او ۴۷ زره کسان اوسي.

د سوريې حکومتي ځواکونو د حمص ولایت پر شمالي برخه په دې وروستيو کې حملې کړي او د سوريې حکومتي او روسي جنګي الوتکو هلته هوايي حملې هم کړې دي.

دا سيمه له هغو خوندي زونونو څخه یوه ده چې د روسيې په نوښت رامنځته کېږي.

د کاناشينکوف په وينا، دوه نور زونونه چې د سوريې په جنوب لوېديځ کې دمشق ته نېږدې دي، له مخکې لا فعال شوي دي.

د قزاقستان په استانه کې د سولې د خبرو پر مهال روسیې، ايران او ترکيې يو پلان جوړ کړ چې له مخې به‌یې څلورم خوندي زون د سوريې په شمال لوېديځ کې په ادليب سيمه کې جوړ شي.

خو د ترکيې له‌خوا د ځينو پولو په خاطر د مخالفتونو له کبله اوربند نه‌دی پلی شوی.

XS
SM
MD
LG