د لاسرسي لېنکونه

دوشنبه ۱ لړم ۱۳۹۶ کابل ۰۲:۱۳

د ازادي راډیو د روسي څانګې خبریال بیا محکمې ته وړاندې کېږي


د ازادي راډيو د روسي څانګې خبریال ميکولا سيمين په کريميا کې د روسيې د ټاکل شویو قاضيانو له‌خوا نن بيا محکمې ته وړاندې کېږي.

ميکولا سيمين ويلي چې دا قضيه سياسي انګېزه لري.

د کريميا په پلازمېنه سيم فيروپول کې د دې قضیې قاضيانو تېر ځل په محکمه کې ومنله چې د قضيې په اسنادو کې دې په کريميا کې د بشري حقونو اړوند د ملګرو ملتونو د ۲۰۱۶ میلادي کال د ډسمبر د عمومي اسمبلۍ قانون هم په نظر کې ونيول شي.

کريمیا په ۲۰۱۴ میلادي کال کې روسيې له اوکراينه جلا کړه.

پر سيمين د هغې مقالې په خاطر قضيه ثبت شوې ده چې ده په

۲۰۱۵ میلادي کال کې د ازادي راډيو وېب‌پاڼې کې د کريميا حقيقتونه ليکلي و.

د کریميا قاضي ويلي چې په دغې مقالې کې د روسیې د ځمکنۍ بشپړتيا څخه د سرغړونې غوښتنه شوې ده.

که سيمين مجرم وپېژندل شي، تر پنځو کلونو په بند محکومېدای شي.

XS
SM
MD
LG