د لاسرسي لېنکونه

د کوسوو نوی پارلمان نن خپله لومړۍ غونډه کوي


ټاکل شوې ده د کوسوو نوی پارلمان له انتخاباتو او دوو مياشتو ځنډ وروسته نن خپله لومړۍ غونډه جوړه کړي.

د پارلمان وکيلان به نوی رئيس او د هغه مرستيالان انتخابوي او له دې سره به ولسمشر هاشم تاچي ته لاره هواره شي چې د حکومت جوړولو لپاره خپله کړنلاره وړانديز کړي.

تاچي ويلي چې دی به د کوسوو د راتلونکي په نوم ائتلاف مشر راموش هراديناج ته د حکومت جوړولو لپاره رسمي کړنلاره وړانديز کړي.

خو ويل کېږي هراديناج ښايي ائتلافي متحدان ونه‌مومي.

د ائتلاف ګوند د جون د ۱۱مې په انتخاباتو کې ۳۵ فيصده رأيې وګټلې.

XS
SM
MD
LG