د لاسرسي لېنکونه

دوشنبه ۲۰ لیندۍ ۱۳۹۶ کابل ۰۲:۰۲

د سوريې په دمشق کې د روسیې پر سفارت د هاوان بریدونه شوي


د روسیې د بهرنیو چارو وزارت وایي، په دمشق کې د دوی پر سفارت د چهارشنبې په ورځ د هاوان بریدونه شوي دي، خو تلفات‌یې نه‎دي اړولي.

د روسیې د بهرنیو چارو د وزارت ویاند الیکسي ژیڅیف پرون په مسکو کې وویل:

"موږ په سختو ټکو دا ترورېستي بریدونه غندو چې په دمشق کې د روسیې پر ډیپلوماتیکې نمایندګۍ شوي دي. موږ یو ځل بیا دا تکراروو چې روسیه مکرراً غواړي چې دغو وحشي اعمالو ته توجه وشي چې ترهګر د دمشق پر استوګن‎ځایونو او د سوریې د نورو ښارونو په ګڼ مېشتو سیمو په منظم ډول د هاوان بریدونه کوي."

د چهارشنبې په ورځ دوه هاوانه د سفارت پر انګړ لګېدلي او دوه هم سفارت ته نېږدې بهر لګېدلي دي.

XS
SM
MD
LG