د لاسرسۍ وړ لېنکونه

تازه خبر
شنبه ۱ غویی ۱۴۰۳ کابل ۰۴:۴۱

د نور او محقق څرګندونې د ملي تدارکاتو د ادارې له غبرګون سره مخ شوي


د اداري فساد په تړاو د اجرائیه ریاست د دوهم مرستیال او د بلخ د والي وروستۍ څرګندونې د ملي تدارکاتو​ د ادارې له غبرګون سره مخ شوې دي.

د دې ادارې د شفافیت د تأمین او د ستراتېژیکو اړیکو د برخې مشر د چهارشنبې په ورځ ازادي راډيو ته وویل، هغه کسان چې د خپلو ګټو او سیاسي سیالیو لپاره د ملي تدارکاتو د ادارې فعالیتونو ته د زیان اړولو هڅه کوي دا د خواشینۍ وړ ده.

محمد سهیل کاکړ وویل چې د دغې ادارې کارونه د سیګار په ګډون د کورنیو او بهرنیو ادارو تر څار لاندې دي.

دی وايي:

"په عمومي توګه موږ یو غیر سیاسي ارګان یو، په داسې یوه برخه کې کار کوو چې اقتصادي او پراختیايي مسئلو سره اړیکه لري، هغه ځوانان چې په‎دې اداره کې کار کوي د مافیایي فساد پر وړاندې مبارزه کوي، داسې یوه پروسه کې چې په تېر کې د خلکو پیسې حیف او میل کېدې خو دوی په‎کې اصلاحات راولي، زموږ تمه همدا ده چې د اصلاحاتو دغه بهیر د سیالیو او سیاسي مسایلو تر اغېز لاندې رانه‎شي."

دا په داسې حال کې ده چې یوه ورځ وړاندې د اجرائیه ریاست دوهم مرستیال محمد محقق او د بلخ والي عطا محمد نور په بلخ کې د یوې غونډې پر مهال وویل چې پراخ اداري فساد د ملي یووالي حکومت پایښت ګواښي او د ملي تدارکاتو ادارې جوړېدل لا ډېر فساد ته زمینه برابره کړې ده.

تر دې وړاندې هم د ملي تدارکاتو ادارې له فعالیتونو شکایتونه موجود و.

دغه اداره په ۱۳۹۳ لمریز کال کې د افغان ولسمشر محمد اشرف غني له لوري د جمهوري ریاست د چارو د ادارې په چوکاټ کې رامنځته شو چې هدف‌يې په تدارکاتو کې د اصلاحاتو راوستل او د پالېسیو جوړول یاد شوي دي.

  • دا چې په حکومتي ادارو کې په کومه اندازه فساد د نړیوالې ټولنې د مرستې کمېدو ته زمینه برابروي؟

وموغوښتل چې په‎دې اړه په افغانستان کې د اروپايي ټولنې نظر هم ولرو، خو د دغې اتحاديې د رسنیو برخې په‎ دې اړه ځواب ورنه‎کړ.

له دې ټولو سره دغه دوه دولتي چارواکي همدارنګه نړیوالې ټولنې ته په خطاب کې ویلي چې له افغانستان سره مرسته شوې پیسې غلا شوي او نړیواله ټولنه باید له خپلو مرستو څارنه وکړي.

تر دې وړاندې د افغانستان جمهوري ریاست د دغه دوه افغان لوړپوړو چارواکو د څرګندونو په تړاو ویلي چې روانو شرایطو څخه د وتلو لپاره کومه طرحه وړاندې شوې نه‎ده او د دغو کسانو څرګندونې شخصي بڼه لري.

یو شمېر رسنیو تر دې وړاندې بیا په افغانستان کې د امریکايي ځواکونو د پخواني قوماندان جنرال جان الن له قوله لیکلي چې د اداري فساد موجودیت او د جرمي شبکو فعالیتونه په افغانستان کې د امریکايي ځواکونو د بریالیتوب په مخ کې له عمده ننګونو څخه دي.

دا چې د ملي تدارکاتو په اداره کې په رښتیا هم فساد شتون لري که نه؟ او د فساد پدیده څومره د افغانستان لپاره د نړیوالې ټولنې مرستې کمولی شي؟ د فساد سره د مبارزې د عالي ادارې نظر مو اخیستی.

د دغې ادارې رئیس سید حسین فخري وویل چې د ملي تدارکاتو اداره له لاسته راوړنو سره یو شمېر کمزورۍ هم لري.

سید حسین فخري
سید حسین فخري

دی وايي:

"لاسته راوړنې یې دا دي چې په هره جلسه کې يې په میلیونونه افغانۍ سپما کړې ده، دا کمېسیون سبب شوی چې قراردادونه قانونمند شي، خو یو شمېر انتقادونه هم موجود دي هغه دا چې په یو شمېر برخو کې د قراردادونو د ځنډ لامل کېږي، باید ووایم چې فساد زموږ اقتصادي او اجتماعي پرمختګونه له ځنډ سره مخ کوي."

د ښاغلي فخري په وینا فساد د حکومت په مخ کې له لویو خنډونو څخه دی او د نورو ننګونو تر څنګ د ناامنیو یو لامل همدا پدیده ده چې په وړاندې يې باید جدي مبارزه وشي.

نوموړي همدارنګه وویل، که له دې پدیدې سره جدي مبارزه ونه‎شي، نه‌یوازې دا چې افغانستان د نړۍ له تمرکزه لیرې کوي بلکې دا هېواد به له نورو بحرانونو سره هم مخ کړي.

راپور: ناجیه ساپۍ

XS
SM
MD
LG