د لاسرسي لېنکونه

دوشنبه ۲۰ لیندۍ ۱۳۹۶ کابل ۰۴:۳۹

راتلونکې اوونۍ کابل کې د هلکانو د بایسکل ځغلونې سیالۍ پیلېږي


په پام کې ده چې راتلونکې اوونۍ په کابل کې د هلکانو د بایسکل ځغلونې جام سیالۍ پیل شي.

د افغانستان د بایسکل ځغلونې د فدراسیون رئیس صادق صادقي د چهارشنبې په ورځ ازادي راډیو ته وویل چې دغه سیالۍ د کابل په ګډون د ۲۱ ولایتونو د بایسکل ځغلونکو ترمنځ ترسره کېږي.

نوموړی وایي چې دغه سیالۍ په دوو مرحلو کې له کابله تر چاریکار او له چاریکارو څخه د پنجشیر تر سفید شیر پورې د دو ورځو لپاره په لاره اچول شوي دي.

ښاغلی صادقي وایي چې د دغو سیالیو لپاره د سړک پر سر ۲۱۰ کیلومتره واټن ټاکل شوي او هدف دا دي څو د افغان هلکانو د بایسکل ځغلونکو ملي ټیم ته نوي څېرې ور معرفي کړي.

XS
SM
MD
LG