د لاسرسي لېنکونه

د افغانستان د کرکټ الف لوبډله سویلي افریقا سره لوبه ترسره کوي


په پام کې ده چې د افغانستان د کرکټ الف لوبډله سبا خپله وروستۍ لوبه له سویلي افریقا سره ترسره کړي.

له دې وړاندې د هندوستان الف لوبډلې له افغانستانه دوه او د سویلي افریقا الف لوبډلې له افغانستان الف لوبډلې څخه یوه سیالي ګټلې ده.

د کرکټ بورډ د رسنیو مسؤل عزیز غروال نن ازادي راډیو ته وویل چې د افغانستان د الف لوبډلې د سویلي افریقا په دې درې اړخېزه پنځوس اوریزه سیالیو په لړ کې پرون بیا هم د هند له الف لوبډلې څخه ماتې وخوړه.

هغه وايي چې د کرکټ ملي لوبډلې د لوبې ټاس وګټه خو د هند الف لوبډلې ته د بیټینګ بلنه ورکړه چې د هند لوبډلې په ټاکلو۵۰ اورونو کې يې د ۵ لوبغاړو په سوځېدو افغانستان کرکټ الف لوبډلې ته ۳۲۳ منډې هدف وټاکه خو افغانستان لوبډلې ونه شو کړای چې یاد هدف پوره کړي او د ۱۱۵ منډو په توپير يې یاده سیالي وبایلله.

د افغانستان، هندوستان او سویلي افریقا الف لوبډلو ترمنځ درې اړخېزه دا سیالۍ چې نېږدې یوه اوونۍ وړاندې پیل شوي دي ۵ نورې ورځې هم دوام کوي.

XS
SM
MD
LG