د لاسرسي لېنکونه

چهارشنبه ۲۶ تله ۱۳۹۶ کابل ۰۳:۰۳

مصري چارواکو ۶ نیول شوي قزاقي زده کوونکي خپل هېواد ته لېږلي


د مصر چارواکو هغه شپږ قزاقي زده کوونکي چې نیولي یې دي، خپل هېواد ته بېرته ستانه کړل.

د قزاقستان د بهرنیو چارو وزارت ویاند انور ژیاناکوف Anuar Zhainaqov ننچهارشنبه په خپله فسیبوک پاڼه لیکلي چې ټول شپږ زده کوونکي د قاهرې نړیوال هوایي ډګر ته وړل شوي وو.

نوموړی زیاتوي چې په مصر کې د قزاقستان د سفارت چارواکي هم له دغو زده کوونکو سره د لیدو لپاره هوایي ډګر ته تللي وو.

د قزاقستان د بهرنیو چارو وزارت وایي، تر اوسه د دغو زده کوونکو د نیول کېدو دلیل معلوم نه دی.

دغه زده کوونکي د جولای په ۱۹ نیول شوي دي.

ژیاناکوف وایي هېواد یې تېره ورځ د مصر چارواکو ته یو اعتراضیه لیک استولی او د پېښي وضاحت یې ترې غوښتی دی چې ولې یې دغه زده کوونکي چې په عربي زده کړې بوخت وو او په یوه اپارتمان کې یې ژوند کاوه، نیولي دي ؟

دغه قزاقي چارواکو وړاندې ویلي وو چې ګمان نه کوي دغه زده کوونکي اسلامپالي تندلاري وي.

د قزاق چارواکو په وینا، د دوی سلګونه وګړي په وروستیو کلونو کې په سوریې او عراق کې له اسلامي دولت ډلي سره یو ځای شوي دي.

XS
SM
MD
LG