د لاسرسي لېنکونه

چهارشنبه ۲۶ تله ۱۳۹۶ کابل ۰۲:۵۹

د پکتیا مسؤلین: پاکستان خپله ګُمرکي تعرفه ۲۰ فیصده لوړه کړې


د پکتیا د سوداګرۍ او صنایعو خونې مسؤلین وایي چې په دغه ولایت کې د صادراتو د موسم د رارسېدو له امله پاکستان خپله ګُمرکي تعرفه لوړوي.

د دغې خونې ویاند نصیر عالمیار د چهارشنبې په ورځ ازادي راډیو ته وویل چې اوس‌مهال په پکتیا کې د کرنیزو توکو او مڼو د صادراتو موسم دی، خو پاکستان خپله ګُمرکي تعرفه ۲۰ فیصده لوړه کړې ده.

نوموړی وایي چې له همدې امله کرنیز توکي د خرابېدو له ګواښ سره مخ کېږي او بازار نه‎لري.

عالمیار وايي:

"زموږ د مېوو او سبزیو موسم چې رارسېږي په هغه موسم کې پاکستان خپلې ګُمرکي تعرفې لوړوي، له همدې امله موږ نه‎شو کولای چې مڼې پاکستان ته صادرې کړو ځکه په لوړه پیمانه موږ ته تمامېږي."

عالمیار وايي چې د اټکل له مخې به سږ کال په پکتیا کې ۲۵ زره ټنه د مڼو حاصلات لاسته راشي.

XS
SM
MD
LG