د لاسرسي لېنکونه

هرات کې بېلابېل کرنیز توکي نندارې ته وړاندې کېږي


ټاکل شوې چې راتلونکې اوونۍ په هرات کې د انګورو په ګډون د دې ولایت بېلابېل کرنیز توکي نندارې ته وړاندې شي.

د هرات د کرنې او مالدارۍ رئیس عبدالصبور رحماني د چهارشنبې په ورځ ازادي راډیو ته وویل چې د دې نندارتون له لارې به په ۲۳ غرفو کې بېلابېل باکیفیته کرنیز محصولات نندارې ته کېښودل شي.

نوموړی وايي چې د کرنیزو توکو په دې نندارتون کې د بېلابېلو هېوادونو سوداګرو او پانګه‎والو ته هم د ګډون بلنه ورکړل شوې ده.

د هرات د کرنې او مالدارۍ ریاست د معلوماتو له مخې سږ کال د دې ولایت د انګورو په محصولاتو کې ۱۵ فیصده زیاتوالی راغلی دی.

XS
SM
MD
LG