د لاسرسي لېنکونه

پنس د روسيې د فشار پر ضد د مونته‌نګرو د رهبرانو مبارزه وستايله


د امريکا متحده ايالاتو د ولسمشر مرستيال مايک پنس د روسيې د فشار په وړاندې د مبارزې له کبله د مونته‌نګرو رهبران وستايل.

ښاغلي پنس ختيځې اروپا ته د خپل سفر په وروستي پړاو کې دا څرګندونې وکړې.

د دغه سفر هدف په سيمه کې د امريکا متحدانو ته ډاډ ورکول دي.

د امريکا د ولسمشر مرستيال د بالکان حوزې دغه کوچني هېواد ته چې تازه‌يې د ناټو غړيتوب هم تر لاسه کړى، د ګرجستان تر سفر وروسته ورسېد.

ښاغلي پنس په ګرجستان کې پر روسيې انتقاد وکړ چې د قفقاز يوه برخه‌يې په ٢٠٠٨ میلادي کال کې تر لنډې جګړې وروسته اشغال کړه.

د مونته‌نګرو له ولسمشر فيليپ وويانووېچ او نورو سياستوالو سره د ماښامنۍ پر مهال پنس وويل، دغه هېواد ته‌يې سفر چې شپږ لکه او ٢٠ زره اوسېدونکي لري، دا څرګندوي چې امريکا نور کوچني نه، بلکې غښتلي متحدان لري.

ده وويل، ستاسو زړورتيا په ځانګړې توګه د روسيې د فشار په وړاندې نړۍ ته الهام ورکوي.

XS
SM
MD
LG