د لاسرسي لېنکونه

سه شنبه ۲ لړم ۱۳۹۶ کابل ۰۴:۰۰

کابل کې د عراق سفیر وایي، سفارت به‌یې ډېر ژر بیا پرانیستل شي


په کابل کې د عراق سرپرست سفیر وايي، د دغه هېواد سفارت به چې د وروستي برید له کبله تړل شوی، ډېر ژر بېرته پرانیستل شي او په عادي توګه به خپل کار پیل کړي.

سرپرست سفیر فرزدق زهیر‌الغلای پرون د سې شنبې په ورځ له ولسمشر اشرف غني سره په لیدنه کې، د هغه ترورېستي برید په مهارولو کې چې د دوشنبې په ورځ کابل کې د عراق په سفارت وشو، د افغان پولیسو د خاصو ځواکونو وړتیا او زړورتیا وستایله.

د افغان ولسمشر د ویاند مرستیال دوا خان مینه‌پال ازادي راډیو ته وویل چې د عراق سرپرست سفیر همدارنګه ولسمشر غني ته د عراق د صدراعظم او بهرنیو چارو د وزیر پیغام ورساوه.

ښاغلي مینه‌پال وویل:

"د عراق سرپرست سفیر د خپل حکومت د مننې پیغام ولسمشر ته ورساوه چې د وروستي برید پر مهال د عراقي ديپلوماتانو د ساتنې له کبله و او همدارنګه افغان ولسمشر په دې لیدنه کې، په کابل د ديپلوماتیکو ادارو د امنیت او خوندیتوب په اړه د یوه جامع پلان یادونه وکړه چې ورسره به په افغانستان کې د دیپلوماتیکو نماینده‌ګیو او د ملګرو ملتونو د ادارو امنیت ډاډمن شي."

ارګ وايي، ولسمشر غني په دې لیدنه کې د عراق حکومت او خلکو ته ترورېزم سره په مبارزه کې د وروستیو بریالیتوبونو مبارکي ورکړه او ویې‌ویل چې افغانستان او عراق دواړه ګډ دښمن لري او ترورېزم سره د مبارزې په لومړۍ کرښه کې دي.

ولسمشر غني په دې لیدنه کې یو وار بیا د ترهګرۍ پر ضد مبارزه کې د سیمې او نړۍ په کچه پر ګډه همکارۍ ټینګار کړی دی.

XS
SM
MD
LG