د لاسرسي لېنکونه

فواید عامې وزارت ۶ ولایتونو ته د انکشافي پروژو تړونونه لاسلیک کړل


د فواید عامې وزارت د نېږدې ۷۷۲ مېلیونو افغانیو په مالي لګښت د افغانستان په شپږو ولایتونو کې د انکشافي پروژو د پلي کولو په هدف د خصوصي شرکتونو له مسؤلینو سره تړونونه لاسلیک کړل.

د دغه وزارت مسؤلین وايي چې تړون شوې پروژې له کورنیو خصوصي شرکتونو سره د سړکونو، پلونو، پلچکونو، استنادي دېوالونو او د ویالو د جوړولو په برخه کې دي.

د دغه وزارت سرپرست وزیر محمود بلیغ د سه شنبې په ورځ په کابل کې د دغو پروژو د تړونونو د لاسلیک کولو پر مهال د شرکتونو له مسؤلینو وغوښتل چې د پروژو په پلي کولو کې دقت وکړي او د تړونونو له مخې یې په خپل وخت او معیاري ډول عملي کړي.

د فواید عامې وزارت د معلوماتو له مخې، یادې انکشافي پروژې په کندهار، تخار، پنجشیر، فاریاب او غزني ولایتونو کې په بېلابېلو وختونو کې پلې کېږي او لګښت‌يې د افغان حکومت، جاپان او نړیوال بانک ورکوي.

دا تړونونه داسې مهال کېږي چې له دې وړاندې یو شمېر بنسټونو او د ولایتي شورا غړو د ساختماني پروژو په کیفیت او معیار انتقاد کړی او ویلي یې دي چې د پروژو د پلي کولو پر مهال ترې سمه څارنه نه‌کېږي.

XS
SM
MD
LG