د لاسرسي لېنکونه

وزیري: د کابل-کندهار لویه لاره بېرته د ترافیکو پر مخ خلاصه شوه


د افغانستان دفاع وزارت وایي چې د کابل-کندهار لویه لاره بېرته د ترافیکو پر مخ خلاصه شوه.

د دفاع وزارت ویاند جنرال دولت وزیري نن سې شنبه ازادي راډیو ته وویل چې د کابل-کندهار د لویې لارې د خلاصېدو پر مهال په عملیاتو کې طالبانو ته درانه تلفات اوښتي دي.

ښاغلي وزیري وویل:

"لارې خلاصې دي، د سید اباد په سیمه کې نن مشکلات رامنځته شول، هلته زموږ ځواکونه ولاړل، عملیات پيل شوي، د دښمن ۲۵ تنه وژل شوي او ۳۸ تنه‌یې ټپیان دي."

نن سهار د میدان وردګ چارواکو ازادي راډیو ته ویلي وو چې د سید اباد په ولسوالۍ کې د افغان ځواکونو او طالبانو تر منځ د جګړې له امله، لویه لاره بنده شوې ده.

XS
SM
MD
LG