د لاسرسي لېنکونه

د سنوکر افغان ملي لوبډله مصر ته ولاړه


د افغانستان د بدني روزنې ریاست مسؤلین وایي، د سنوکر افغان ملي لوبډله مصر ته روانه شوه.

د افغانستان د بدني روزنې ریاست ویاند عارف پیمان نن سې شنبه ازادي راډیو ته وویل چې د سنوکر او بلیارد شپږ کسیزه لوبډله، د سنوکر په نړیوالو سیالیو کې د ګډون په هدف مصر ته لاړه.

دغه سیالۍ هر کال د نړۍ د یو شمېر هېوادونو ترمنځ تر سره کېږي.

د افغانستان د سنوکر لوبډلې تېر کال هم په دغو سیالیو کې ګډون کړی او شپږم مقام‌یې خپل کړی و.

XS
SM
MD
LG