د زورخانهيي سیالیو درېیم پړاو نن سې شنبه په کابل کې له څلورو کلپونو څخه د ۱۲۰ لوبغاړو په ګډون سره پیل شو.
د افغانستان د بدني روزنې ریاست د معلوماتو له مخې، دغه سیالۍ په ډلهییز او انفرادي ډول د کښتیو په شکل تر سره شوې چې په پای کې د لویانو لوبډلې لومړی مقام، د ځوانانو دوهم، عارف شهید درېیم او دغهراز د منوچهر کلپ څلورم مقام خپل کړ.
د دغو سیالیو په پای کې ۳۰ غوره څېړې د لویانو لوبډلې ته او دغهراز ۳۰ غوره لوبغاړي د کابل د ځوانانو منتخبې لوبډلې ته معرفي کېږي.