د لاسرسي لېنکونه

پنجشنبه ۲۷ تله ۱۳۹۶ کابل ۰۰:۵۴

مک‌کېن: ټرمپ لا هم د افغانستان په اړه یوه ګټونکې ستراتېژي نه‌لري


د متحده ایالاتو د کانګرس د سنا جرګې د پوځي خدماتو د کمېتې مشر جان مک‌کېن پر ولسمشر ډونالد ټرمپ انتقاد کړی چې د حکومت ۶ میاشتې يې تېرې شوي، خو لا هم د افغانستان په اړه یوه ګټونکې ستراتېژي نه‌لري.

جمهوري غوښتونکي سناتور جان مک‌کېن د دوشنبې په ورځ په یوې اعلامیه کې وویل، کله چې کانګرس په راتلونکې سپټمبر میاشت کې د ملي دفاع د صلاحیت قانون د بحث لپاره ولري نو د غوره پوځي چارواکو د سپارښتونو له مخې به په افغانستان کې د امریکا د ګټو د ترلاسه کېدو لپاره یو لړ پیشنهادونه وکړي.

جان مک‌کېن د ټرمپ له ادارې غواړي چې د افغانستان په اړه داسې ستراتېژي جوړه کړي چې بریالی شي.

جمهوري غوښتونکی سناتور جان مک‌کېن
جمهوري غوښتونکی سناتور جان مک‌کېن

د ولسمشر ټرمپ ادارې شااوخوا دوه میاشتې مخکې ژمنه کړې وه چې د جولای میاشتې تر نیمايي به د افغانستان لپاره خپله ستراتېژي اعلان کړي.

خو د دې نېټې له تېرېدو وروسته د امریکا دفاع وزیر جېمز مټېس وویل چې د ټرمپ اداره لا هم د افغانستان پر ستراتېژۍ سلا مشورې کوي.

  • پوښتنه دا ده چې د دې ستراتېژۍ څېړلو ولې دومره زیات وخت ونیو او د اعلان مخ ته‌يې څه ستونزې پرتې دي؟

په امریکا کې مېشت د افغانستان د سیاسي چارو کارپوه عمر صمد په دې اړه ازادي راډیو ته وویل:

"څو عامله موجود دي. د امریکا د نظام دننه د پرېکړه کوونکو کسانو ترمنځ اختلاف چې د افغانستان په اړه بېلابېل نظرونه لري. د اړیکو د پرې کولو یا د ټولو ځواکونو د ایستلو او یا له افغانستان سره د مرستو د بندولو په اړه کوم غږ پورته شوی نه‎دی چې دا د افغانستان لپاره ښه خبر دی."

سناتور جان مک‌کېن د افغانستان لپاره د امریکا د پخواني ولسمشر بارک اوباما پر تګ‎لاره انتقاد کړی چې د مک‌کېن په وینا د نوموړي «له ماتې څخه د مخنیوي» اته کلنه ستراتېژي د امریکایانو په ځاني او مالي زیان تمامه شوې ده.

د ولسمشر ډونالد ټرمپ اداره د افغانستان په اړه په خپله ستراتېژۍ کې دې هېواد ته د زرګونه اضافي سرتېرو پر استولو غور کوي.

دا مهال ۸۴۰۰ امریکايي سرتېري په افغانستان کې دي او تمه ده چې د ولسمشر ټرمپ اداره د درېیو او پنځو زرو ترمنځ اضافي عسکر افغانستان ته ولېږي.

د امریکايي چارواکو په وینا دا اضافي ځواکونه به د افغان ځواکونو د روزنې او سلا مشورو مأموریت پر غاړه ولري.

XS
SM
MD
LG