د لاسرسي لېنکونه

په هلمند کې د ښځو د اقتصادي ودې په هدف روزنیز پروګرام پیل شو


په هلمند کې څه باندې ۵۰۰ ښځو ته د اقتصادي پراختیا په هدف د کرنې په برخه کې ۶ میاشتنی روزنیز پروګرام پیل شوی دی.

د هلمند د کرنې او مالدارۍ رئیس رفیع‌الله قلم نن ازادي راډیو ته وویل چې د دغه پروګرام له مخې ښځو ته په دغه ولایت کې د تغذیې او د خوړو د ارزښت په اړه عامه پوهاوی ورکول کېږي.

نوموړی وایي چې دغه پروګرام د اتو لکو افغانیو په ارزښت د کرنې او مالدارۍ وزارت له‌خوا عملي کېږي.

ښاغلی قلم وايي چې د کرنې په برخه کې د روزنیز پروګرام تر عملي کېدو وروسته به په هلمند کې د کرنې په برخه کې د کروندګرو ښځو مهارتونه لوړ شي.

XS
SM
MD
LG