د لاسرسي لېنکونه

حاجي اغا: د کابل-تورخم پر لویه لار ۴ تلې جوړې شوي


د افغانستان د متشبثینو د عالي بورډ مسؤلین وایي چې د کابل-تورخم په لار کې د لوړ تناژ تلو د افغان سوداګرو بار وړونکو موتړو ته ډېرې ستونزې جوړې کړې دي.

د دغه بورډ مشر رحم‌الدین حاجي اغا په دې اړه له ازادي راډیو سره په خبرو کې وویل چې د کابل-تورخم په لویه لاره کې څلور تلې دي چې د سوداګرو له موتړ څخه د اضافي بار په نوم پیسې اخلي.

نوموړي زیاته کړه:

"په یوې لار کې څلور تلو ته څه اړتیا ده، باید یو ځای وي، سوداګرو ته له دې امله ډېر زیات تاوان رسېږي هم له اقتصادي اړخه او هم‌یې وخت ضایع کېږي."

نوموړی وايي چې دغه موضوع‌یې له ولسمشر سره هم شریکه کړې ده او هیله‌مند دی چې ورته توجه وشي.

حاجي اغا وايي چې د لوړ تناژ تلو له امله د افغان سوداګرو بار موتړونه د ساعتونو لپاره درېږي چې د بار شویو موادو د خرابېدو لامل ګرځي.

XS
SM
MD
LG