د المپیک نړیواله کمېټه وايي چې د ۲۰۱۸میلادي کال د دوبي المپیک د لوبو لپاره د امریکا لاس انجلس ښار یو احتمالي کاندید دی. له دې سره دا احتمال پیاوړی کېږي چې ښايي پاریس د ۲۰۲۴ میلادي کال د دوبي د المپیک کوربه شي.
د المپیک نړیواله کمېټه هڅه کوي چې به دې برخه کې له امریکا او فرانسې سره موافقې ته ورسېږي ځکه دا دوه په پروسږنه سیالي کې د یوازینیو هغو دوو ښارونو په توګه مطرح شول چې د المپیک د دوبي د لوبو د اقتصادي د لګښت توان لري.
د المپیک نړیواله کمېټه وايي چې لاس انجلس ته به یو اعشاریه اته میلیارد ډالره مرسته برابره کړي څو د ۲۰۱۸ میلادي کال د دوبي د المپیک د لوبو لګښت ورکړي.
که دا موافقه وشي نو دا به له ۱۹۳۲ او ۱۹۸۴ کلونو وروسته درېیم ځل وي چې د المپیک د دوبي لوبې په لاس انجلس کې کېږي.