د لاسرسي لېنکونه

سه شنبه ۲ لړم ۱۳۹۶ کابل ۰۴:۰۲

افغان کرکټ ملي ټیم به خپله لومړنۍ ټسټ لوبه زېمبابوې سره وکړي


ټاکل شوې ده چې د افغانستان د کرکټ ملي ټیم په نېږدې راتلونکي کې خپله لومړنۍ ټسټ لوبه له زېمبابوې سره وکړي.

د کرېک اېنفو ان لاین خپرونې له مخې له زېمبابوې سره خبرې روانې دي چې له افغانستان سره د ټسټ، یو ورځنیو او شل اوریزو سیالیو یو اوږد سریز د روان میلادي کال تر پایه ترسره کړي.

افغانستان د روان میلادي کال په جون میاشت کې د کرکټ د نړیوالې شورا د ټسټ لوبو غړیتوب ترلاسه کړ.

له دې امله چې افغانستان په اوس وخت کې د کرکټ د نړیوالو سیالیو د کوربه‌توب لپاره لازم معیارونه او چمتووالی نه‎لري نو ښايي له زېمبابوې سره راتلونکې لوبې یا په هند او یا په متحده عربي اماراتو کې ترسره شي.

XS
SM
MD
LG