د لاسرسي لېنکونه

امریکا د لومړي ځل لپاره اوکراین ته د ډبرو د سکرو صادرات پیلوي


د امریکا متحده ایالات د لومړي ځل لپاره اوکراین ته د ډبرو د سکرو صادرات پیلوي.

دا ګام د روسيي د انرژۍ پر سکټور د اوکراین د اتکا د کمولو په هدف پورته کېږي.

د واشنګټن او کیف ترمنځ د شوې معاملې له مخې د ۲۰۱۷ میلادي کال تر پایه به امریکا ۷۰۰ زره مټریک ټنه د ډبرو سکاره اوکراین ته ولېږي.

د اوکراین د انرژۍ دولتي کمپنۍ ویلي، دا سکاره به په راروان ژمي کې د دوی اړتیا پوره کړي.

اوکراین وايي، دې هېواد ته د امریکا د ډبرو د سکرو د صادراتو پر موضوع د ولسمشر پټرو پروشنکو او د امریکا د جمهور رئیس ډونالد ټرمپ ترمنځ په تېر جون میاشت کې خبرې شوې وې.

د اوکراین د ختیځ روسي‌پلوه بېلتون غوښتونکي پر زیاترو هغو سیمو کنټرول لري چې د ډبرو سکاره په‌کې تولیدېږي.

XS
SM
MD
LG