د لاسرسي لېنکونه

یکشنبه ۲۶ لیندۍ ۱۳۹۶ کابل ۰۶:۰۵

د نورستان د خلکو استازې پروین نورستانۍ په ټرافیکي پېښه کې ووژل شوه


په ولسي جرګه کې د نورستان د خلکو استازې پروین نورستانۍ پرون د کابل جلال‎اباد پر لویه لاره د یوې ترافیکي پېښې په نتیجه کې ووژل شوه.

د ننګرهار د والي ویاند عطا‎الله خوګیاڼي خبریالانو ته وویل چې دا ترافیکي پېښه ډرونټې تونل ته نېږدې شوې ده.

د نوموړي په خبره په دې پېښه کې درې کسان نور ژوبل شوي دي.

د کابل جلال‎اباد لویه لاره پرون د یوې بلې ترافیکې پېښې شاهده وه چې په‌کې یو تن ټپي شوی دی.

د کابل جلال‎اباد پر لاره تر دې مخکې هم په خونړیو ترافیکو پېښو چې چارواکي يې د موټر چلوونکو بې‌غوري او تېز سرعت اصلي سبب بولي، ګڼ‎ شمېر کسان مړه او ژوبل شوي دي.

XS
SM
MD
LG