د لاسرسي لېنکونه

دوشنبه ۲۰ لیندۍ ۱۳۹۶ کابل ۰۲:۰۲

مسؤلین: وکيله پروین نورستانۍ په ټرافیکي پېښه کې وژل شوې


د ننګرهار ولایتي چارواکي وايي، په ولسي جرګه کې د نورستان د خلکو وکیله پروین نورستانۍ د دوشنبې په ورځ شااوخوا څلور بجې د کابل جلال اباد په لویه لاره د درونټې تونل ته نېږدې د ترافیکي پېښې له امله وژل شوې.

د دغه ولایت ویاند عطالله خوګياڼی وايي چې په دې پېښه کې درې تنه نور ټپیان شوي چې اوس د درملنې لپاره د جلال اباد مرکزي روغتون ته انتقال شوي دي.

نوموړی وايي، د وکېلي پروین جسد هم اوس د جلال اباد په مرکزي روغتون کې دی.

XS
SM
MD
LG