د لاسرسي لېنکونه

جمعه ۲۸ تله ۱۳۹۶ کابل ۰۴:۵۹

فنلنډ: افغانستان کې دې تښتول شوې فنلنډۍ مېرمنه ژر خوشې شي


د فنلنډ حکومت په افغانستان کې د یوې تښتول شوې فنلنډۍ مېرمنې د ژر تر ژره خوشې کېدو غوښتنه کړې.

دې مېرمنې چې د مې په شلمه نېټه په کابل کې تښتول شوې وه په دې وروستیو کې پر ټولنیزو شبکو په یوه خپاره شوې ویډیويي پیغام کې د مرستې غوښتنه کړې وه.

د فنلنډ د بهرنیو چارو وزیر تیمو سویني "Timo Soini" په یوه بیان کې چې نن خپور شو، د دې مېرمنې د سمدستي خوشې کولو د غوښتنې ترڅنګ ویلي چې د هغې تښتول او له دې سره د بلېک مېل یا د پیسو د غوښتې هڅه غندي.

دې ۳۷ کلنې فنلنډۍ مېرمنې په افغانستان کې د یوې غیر حکومتي سویډنۍ موسسې لپاره کار کاوه.

XS
SM
MD
LG