د لاسرسي لېنکونه

د کرکټ افغان روزونکي په روزنیز کورس کې د ګډون لپاره هند ته تللي


د کرکټ افغان روزونکي په یوه روزنیز کورس کې د ګډون لپاره هندوستان ته تللي.

د افغانستان د کرکټ بورډویاند فرید هوتک نن دوشنبه ازادي راډیو ته وویل چې په دغه روزنیز کورس کې د نیپال د پنځو ګډونوالو تر څنګ له افغانستان څخه شپږ روزونکي هر یو خالق داد نوري، دولت احمدزی، هستي ګل عابد، حاجي ولي امین، نظیم جار عبدالرحیم زی او مجاهد ځدراڼ ګډون لري.

په دغه روزنیز کورس کې ګډونوالو ته د روزنې مهارتونه ښودل کېږي چې پنځه ورځې دوام کوي.

XS
SM
MD
LG